ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، د محمد علی کلې لمسي ، بیاجیو علی والش د حرفه وي مبارزانو د لیګ د اتلانو په سیالیو کې له خپل حیرانونکي بریالیتوب وروسته ، چې مخکې په ریاض کې ترسره شوی ؤ ،فیصلې کړې چې بیرته مکې ته وګرځي څو د اجرائي پلاوی ترڅنګ د عمرې مناسک ترسره کړي. په دغه سفر کې د حرفه وی مبارزانو د لیګ مرستیال مشر لارن مک چې عربستان په دغه خپل سفر کې ئې د اسلام پاک دین منلی ؤ ، هم شتون درلود.
لارن مک دغه فیصله د خپل زړه یوه پخوانۍ هیله بللې چې د اسلام ارزښتونو او قوانینو په اساس ئې غوره کړې ده .
والش هم د خپل دغه معنوی سفر د اغیزو او خوشالۍ په څرګندولو سره ووئيل، دغه روحاني تجروبه د ما لپاره نه بیانونکی آرامښت ډالۍ کړی دی، دا له خداي سره د نزدې ارتباط په اړه یوه واقعي تجروبه ګڼلی شم چې زه ئې په ژوند کې لا پياوړی او هوډمن کړم.
هغه زیاته کړې ده ، دغه سفر به نه یوازې دسپورټ په دګر کې بلکې د د ما په شخصي او معنوي ژوند کې هم ژورې اغیزې وشیندي او په معنوی اوروحي زمینې کې د ما لپاره یو نوی پیل دی.
دیادولو ده چې د حرفه وي مبارزانو لیک فیصله کړې ده ، ددغه لیک د مبارزو پرانیستونکي دستورې ې د لومړي ځل لپاره په مینځني ختیخ کې او شمالی افریقا کې ترسره کیږي، دعربستان په پلازمینې ریاض کې ترسره کړي. دغه دستورې به د مئ په لسمه نیته د عربستان په پلازمینې ریاض کې ترسره شي.